جوزجان چارواکي: د داعش ډلې یو سرګروپ له ملګرو سره نیول شوی

د جوزجان امنیتي مسؤلین وايي، د داعش ډلې یو سرګروپ اختر چې په بلال مشهور و له یوه ملګري سره ونیول شو.

د جوزجان د والي ویاند محمد رضا عفوري نن ازادي راډیو ته وویل، دغه دوه کسان نن په مرکز شبرغان کې د ملي امنیت ریاست له لوري نیول شوي دي.

اختر له دې وړاندې د طالبانو په لیکو کې فعالیت کاوه چې په دې وروستیو کې یې د شبرغان-سرپل د لارې په اوږدو کې د ۵۰ کسیزې داعش ډلې مشري کوله نوموړی په دغه ولایت کې په پلان شویو حملو کې لاس درلود.