پر داوود خان روغتون د حملې په تړاو امنیتي مسؤلین استجواب شول

د افغانستان مشرانو جرګې نن پر سردار محمد داوود خان روغتون د حملې د څرنګوالي په اړه د امنیتي سکټور مسؤلین استجواب کړي دي.

له ملي شورا څخه د ازادي راډیو خبریال وايي چې د دفاع او کورنیو چارو وزیران او همدارنګه د ملي امنیت رئیس د سناتورانو پوښتنو ته ځوابونه وايي.

اتلس ورځې وړاندې پر سردار محمد داوود خان روغتون باندې د وسله‌والو په حمله کې چې مسؤلیت‌یې داعش ډلې منلی ۴۹ کسان ووژل شول او له سلو زیات ټپيان شول.

ټاکل شوې په دې اړه سبا دوشنبه ولسي جرګه دفاع وزیر عبدالله حبیبي، د کورنیو چارو وزیر تاج محمد جاهد او د ملي امنیت رئیس محمد معصوم ستانکزی استیضاح کړي.