په بلاروس کې د اپوزېسيون ټولنو ويلي چې په پلازمېنه مينسک کې مظاهرې کوي.
دوى د مظاهرهچيانو په وړاندې د هغو ځپونکو اقداماتو په اعتراض دغه مظاهره کوي چې پرونيې په نتيجه کې سلګونه کسان ونيول شول او ګڼ نور وډبول شول.
د نننۍ مظاهرې تنظيموونکو له ټولنيزو شبکو په استفاده غوښتنه کړې چې پر ځايي وخت نن ماسپښين په مينسک کې اکټوبر ميدان ته راووځي.
د وياسنا "Vyasna" يا پسرلي په نامه د بلاروس د بشري حقونو د ډلې فعال تاڅيانا ريف-ياکو ويلي چې پرون د مينسک په لارو کوڅو کې د اټکل له مخې ٧٠٠ کسان نيول شوي دي.
د پروني اعتراض يوه برخهوال الکساندر پرون د ازادۍ راډيو بلاروسۍ څانګې ته وويل:
"هيله خو دا وه چې دغه اعتراض به په هېواد کې د ځينو بدلونونو سبب شي، خو هېڅ هم ونهشول. دغه اعتراض په وحشيانه ډول وځپل شو."
پروني اعتراضونه د ولسمشر الکساندر لوکاشينکا د حکومت پر ضد ترسره شول.
د بلاروس د خبريالانو ټولنه وايي، ٢٠ خبريالان هم چې د غير مجازې مظاهرې په اړهيې راپورونه ورکول نيول شوي دي.
د وياسنا په نامه د بشري حقونو ډله وايي، ګڼ نيول شوي کسان نن سهار خوشې شول، خو لا څرګنده نهده چې څو کسان لا هم په توقيف کې دي.