د سربيا صدراعظم وايي مسکو کې پوتين سره ګوري

د سربيا صدراعظم الکساندر ووچيچ "Aleksandar Vučić" وايي، سبا په مسکو کې د روسيې له ولسمشر ولاديمير پوتين سره ګوري.

دا په داسې حال کې ده چې دى هڅه کوي، په سربيا کې د راتلونکې يکشنبې د ولسمشرۍ انتخاباتو په درشل کې خپل دريځ پياوړى کړي.

په پرونيو راپورونو کې ويل شوي چې ووچيچ به هڅه وکړي چې له پوتين سره په کتنه کې تر انتخاباتو مخکې سربيا ته د شپږو «MiG-29» ډوله جنګي جټ الوتکو د لېږد موضوع نهايي کړي.

ووچيچ چې مخکې يو افراطي ملت‌پال و او اوس د اروپايي ټولنې يو پلوى اصلاح غوښتونکى دى، هڅه کوي چې له لوېديځ سره د سربيا د اړيکو ساتلو په برخه کې له دقته کار واخلي.

په همدې حال کې غواړي له خپلې اوږدمهالې شريکې روسيې سره هم خپلې اړيکې ښې کړي.