کوچیان: پاکستان مو نه‌پرېږدي چې له مالونو سره پر تورخم واوړو

یو شمېر کوچیان وايي چې پاکستاني چارواکي دوی ته اجازه نه‌ورکوي چې له موسم سره سم له خپلو مالونو سره د تورخم له لارې افغانستان ته واوړي.

دوی وايي چې له څو ورځو راهیسې له زرګونه څارویو سره په تورخم کې بند پاتې دي او له بېلابېلو ستونزو سره مخامخ دي.

په ورته وخت کې د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوګیاڼي ازادي راډیو ته وویل په دې اړه به له پاکستاني چارواکو سره خبرې وکړي.

دی زیاتوي:

"که څه هم د کوچیانو موضوع یوه نوې موضوع ده چې له موږ سره شریک کېږي، موږ به په دې اړه خپل معلومات ترلاسه کړو چې د کوچیانو موضوع څه ډول ده."

وروسته له هغې چې د کابل او اسلام‌اباد تر منځ سیاسي اړیکې کړکېچنې شوې، پاکستان د ۳۴ ورځو لپاره د تورخم او سپین‌بولدک دروازې وتړلې چې تېره اوونۍ یې یوازې د هغو کسانو پر مخ خلاصې کړې چې د تګ راتګ قانوني اسناد لري.