راشد: د بادام باغ نندارتون کې ۸۹ قراردادونه لاسلیک شول

د افغانستان د کرنې او مالدارۍ وزارت مسؤلین وایي چې د بادام باغ نندارتون کې ۸۹ قراردادونه د څه باندې ۱۶۲ میلیونه افغانیو په ارزښت لاسلیک شول.

د دغه وزارت ویاند لطف‎الله راشد د یکشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې دغه تړونونه د ښځو د لاسي صنایعو، لبنیاتو او کرنیزو توکو برخه کې د خصوصي سکټور او متشبیثنو تر منځ لاسلیک شول.

په دغه دوه ورځني نندارتون کې په ۲۸۰ غرفو کې لاسي صنایع، کرنیز توکي او نور مواد نندارې ته وړاندې شول.

ښاغلی راشد وايي چې له دغه نندارتون څخه د ۳۷ میلیونو افغانیو په ارزښت عاید ترلاسه شوی دی.