د افغانستان د ولسي جرګې اداري پلاوي ځېنې اوازې رد کړې

د افغانستان د ولسي جرګې اداري پلاوي هغه اوازې رد کړې چې ګواکې ولسمشر د وزیران, د استیضاح په بدل کې د ولسي جرګې دروازه تړي.

د دغې جرګې لومړي منشي عبدالقادري ځاځي نن له رسنیو سره دغه څرګندونې وروسته له هغې وکړې چې د ولسي جرګې اداري پلاوي او د دغې جرګې د کمېسیونونو رئیسانو له ولسمشر سره ځانګړي غونډه درلوده.

ښاغلي ځاځي زیاته کړه، ولسمشر ورته ډاډه ورکړی چې د وزیرانو د استیضاح په موضع کې د دوی تر شا ولاړ دی.

دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ د ولسي جرګې لومړي مرستیال همایون همایون د دغې جرګې په عمومي غونډه کې ویلي و چې ولسمشر ویلي که د امنیتي سکتور وزیران استیضاح کړي نو دی به یې په بدل کې د شورا دروازه وتړي.

ټاکل شوې سبا ولسي جرګه پر سردار محمد دوادو خان روغتون د حملې د څرنګوالي په اړه د دفاع او کورنیو چارو وزیران او همدارنګه د ملي امنیت رئیس استیضاح کړي.