که څه هم د افغانستان دفاع وزارت مسؤلین وايي چې افغانستان کې داعش یا اسلامي دولت ډله ځپل شوې، خو د غزني ولایت سیمهییز چارواکي وايي چې دغه ولایت ته د داعش د راتلو وېره لري.
د غزني ولایت والي عبدالکریم متین د یکشنبې په ورځ ازادي راډيو سره په یوه ځانکړې مرکه کې وویل چې غزني ته د اسلامي دولت نومې ډلې یا داعش د راتلو وېره لري چې په خبرهيې د ګاونډي ولایت زابل په دایچوپان ولسوالۍ کې د اسلامي دولت یا داعش ډله شتون لري او دغه ولسوالۍ بیا د غزني د جاغوري ولسوالۍ سره ګډه پوله لري.
نوموړی وايي چې د مخنیوي لپارهيې تر اوسه کوم تدابیر نهدي نیول شوي خو په دې اړهيې له دفاع او کورنیو چارو وزارتونو سره خبرې کړي او هغوی ورته د مخنیوي پوره ډاډ ورکړی.
ښاغلي متین زیاته کړه:
"د غزني ناوه ولسوالۍ کې کله-کله سر راپورته کوي، خو ولې هغه ولسوالۍ زموږ ولکه کې نهده او نهيې هم موږ مخه نیولی شو، خو د غزني باتوره ولس به هېڅکله دې ناوړه پدیدې ته اجازه ورنهکړي چې راشي."
ښاغلی متین وايي، تېر کال که څه هم د کړاوونو ډک وو خو بیا هم ښې لاسته راوړنې مو درلودې.
له دې سره غزني ولایت کې د ولایتي شورا مسؤلین هم ورته څرګندونې لري.
په غزني ولایت کې د ولایتي شورا غړی امانالله کامراني وویل چې د دغه ولایت ناوه ولسوالۍ ته پاکستاني جنرالان راځي او ترورېستي ډلې روزي.
ښاغلي کامراني زیاته کړه:
"د غزني ولایت سره مرکزي حکومت د مور او میرې چلند کوي څومره پام چې نورو ولایتونو ته کوي هغومره غزني ته نهکوي، ځکه غزني د افغانستان د اوله درجه ولایتونو څخه دی."
دا په داسې حال کې ده چې د اسلامي دولت نومې ډلې یا داعش ضد ائتلاف غړو د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت په کوربهتوب تېره اوونۍ واشنګټن کې غونډه وکړه او د داعش پر ضد يې د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د مبارزې ستاینه وکړه.
په ورته وخت کې د دفاع وزارت ویاند جنرال دولت وزیري ازادي راډيو ته وویل چې افغانستان کې له داعشه هېڅ وېره نهلري او په خبرهيې چې دغه ډلهيې ځپلې ده.
نوموړی وايي چې اوس هم د داعش د لهمنځه وړلو لپاره پوره چمتووالی لري او هر چېرې چې دغه ډله سر پورته کړي دوی بهيې په نښه کړي.
ښاغلي وزیري زیاته کړه:
"زابل په ټول وخت کې زموږ تر نظر لاندې و، موږ دوه اوونۍ مخکې هلته هوايي حملې کړي چې ۳۵ وسلهوال مخالفین یو ځل وژل شوي، ۸ بل ځل وژل شوي او ۶ بل ځل."
ښاغلي وزیري دا هم وویل چې نوي کال کې د ترورېستي ډلو د لهمنځه وړلو لپاره ځانکړي پلانونه هم تر لاس لاندې لري.
راپور: شریفالله شرافت