د هرات د ملي امنیت ریاست د ۱۳ نیم زره مردار شویو چرګانو د پلورلو مخنیوی وکړ.
ویل کېږې چې دا چرګان سیمه کې د وروستیو سېلابونو له امله مردار شوي وو.
هلته د عامې روغتيا ریاست یوه چارواکي محمد رفیق رحیمي ازادي راډیو ته وویل چې چرګان د هرات ښار ته نېږدې په یوه فارم کې ساتل کېدل او د فارم مالک غوښتل چې مردار چرګان پر خلکو وپلوري.
محمد رفیق رحیمي زیاته کړه:
"پلاوی پهدې اړه څېړنې کوي. موږ د دې چرګانو د پروسس مخنیوی وکړ چې پېښه لا ښه وڅېړل شي."
په هرات کې له دې پېښې سره د تړاو په تور ۲ تنه نیول شوي دي.