ننګرهار کې نن یکشنبه د ګوزڼ پر ضد د واکسین کمپاین پیلېږي

ننګرهار کې به نن یکشنبه د ماشومانو د فلج یا ګوزڼ پر ضد د واکسین درې ورځنی کمپاین پېل شي.

د ننګرهار ولایت خبرپاڼه وايي چې د هغه ولایت په ټولو سیمو کې د دې کمپاین لپاره تیاریانې نیول شوي او د واکسین ډل‎ګیو ته د هغوی د مسؤلیت سیمې ورمعلومې شوې دي.

د روغتیا نړیوال سازمان په حواله، د کوچنیانو د فلج یا ګوزڼ ویروس لا هم د افغانستان ختیځو، جنوبي او جنوب ختیځو سیمو کې موجود دی.

دا سازمان وايي چې تېر کال کونړ کې د پولیو څلور، پکتیکا کې شپږ، کندهار کې یوه او هلمند کې هم یوه پېښه ثبت شوې وه.