ولسمشر غني: له دوست او دښمن نه تعریف روښانه دی

افغان ولسمشر محمد اشرف غني له دوست او دښمن نه تعرف روښانه بولي او وايي، هر هغه څوک چې د نظام په وړاندې وسله واخلي د افغانستان دښمن دی.

ولسمشر دغه څرګندونې نن په مزار شریف کې په یوې غونده کې وکړې:

"افغان ولسمشر تردې وړاندې هم ویلي چې د حکومت لپاره په دې برخه کې پراته ټول ابهامونه یو خوا شوي دي."

ولسمشر غني نن له غرمې مخکي د یو لوړ رتبه دولتي پلاوي په مشرۍ د بلخ ولایت مزارشریف ښار ته رسېدلی دی او تمه ده چې د دغه سفر په ترڅ کې له بېلابېلو دولتي چارواکو او قومي مشرانو سره وګوري.