ملي امنیت هرات کې د وسله والو طالبانو ۶ کسیزه ډله نیولې

د ملي امنیت لوی ریاست د ځانګړو قطعاتو ځواکونو د طالبانو د ترهګرې ډلې یوه شپږ کسیزه ډله نیولې ده.

د ملي امنیت ریاست لخوا نن په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دغه ډله د هرات ولایت د انجیل ولسوالۍ په قفسلان کلي کې د ورانکارو کړنو ، ماین خښونې او د متنفذینو په ترور بوخته وه.

اعلامیه وايي نیول شوو کسانو اعتراف کړی چې د ملي پولیسو دوو تنو افسرانو او یو تن سرتېري د ترور په ګډون یې په ګڼ شمېر ترهګریزو پېښو کې رغنده ونډه درلوده.