کندز کې سلګونو تنو معلولینو ته د کار او کسب زمېنه برابره شوې

په کندز ولایت کې د معلولینو انجمن په بېلا بېلو برخو کې معلولینو ته حرفوي زده کړي ورکوي او له فراغت وروسته هغوی ته په بازار کې د کار زمېنه هم برابره وي.

د دې ټولنې مسؤل عبدالخلیل وزیري د شنبې په ورځ له ازادي راډيو سره د خبرو پرمهال وویل چې دوی په کندز کې له معلولینو سره د ظرفیتونو په لوړوالي کې کار کوي همدارنګه سلګونه تنه معلول کسان يې په بېلابېلو برخو کې د کسب او مسلک پر زېور سمبال او ټولنې ته یې وړاندې کړي دي:

"موږ له معلولینو سره په مختلفو ساحو کې کار کوو چې په دې څو کلونو کې سلګونو کسانو ته په څلورو څانګو کې لکه د شاتو مچیو ساتلو، د مبایل ترمیم، د خیاطې او خامک دوزې په برخو کې هم نارینو ته او هم یو شمېر ښځينه معلولینو ته موږ په دې برخو کې زده کړي ورکړي او ټولنې ته مو وړاندې کړي دي."

ښاغلي وزیري زیاته کړه چې معلولینو ته د کسب زده کړي وروسته هغوی ته د کار موندنې په برخه کې هم کار کوي او یو زیات شمېر معلول کسان یې په بازار کې په کار هم ګمارلي دي.

د کندز د کار او ټولنیزو چارو ریاست د معلوماتو له مخې په دې اداره کې نېږدې ۳ زره تنه معلولین ثبت و راجستر دي چې زیات شمېر یې د فزیکي کارونو وړتیا لري او غواړي څو د عادي خلکو په څېر ورته د کار زمېنه برابره شي.