روشندل: کندز، هرات او ننګرهار کې د پولیسو د ۳ قطعو جوړولو کار پيل شوی

د افغانستان د ملي پولیسو د خاصو قطعاتو قوماندان سید محمد روشندل تېره ورځ د افغانستان ولسمشر ته څرګنده کړه چې د پولیسو د ۳ قطعو د جوړولو کارپېل شوی دی.

ښاغلي روشندل وویل، د دې قطعو د جوړولو کار به د ۱۳۹۸ کال ترپایه بشپړ شي.

د ځانګړو پولیسو دا نوې قطعې به د ښه امنیت ټینګولو لپاره په هرات، کندز او ننګرهار کې ځای پرځای شي.

دا خبرې نن د ملي پولیسو د خاصو قطعاتو په عمومي قوماندانۍ کې د ولسمشر محمداشرف غني او د پولیسو له یو شمېر لوړ رتبه قوماندانانو او افسرانو په غونډه کې شوې دي.

د ارګ خبرپاڼه وايي، ولسمشر غني په دې غونډه کې د ځانګړو پولیسو خدمتونه وستایل او پر هغوی یې ټینګار وکړ چې له تروریستانو سره په مبارزه کې هېڅ باید ابهام ونه لري او هره هغه څوک چې د دولت او اساسي قانون پر وړاندې درېږي، له منځه یوسي.

اشرف غني زیاته کړه:

"د دښمن تعریف واضح دی، موږ ابهام نه لرو، هر څوک چې د افغانستان د اساسي قانون، د افغانستان د اسلامي جمهوریت پرضد وسله اخلي، د دې خاورې دښمن دی او تاسو اجازه لري چې ویې ځپئ."

د ارګ د خبرپاڼې په حواله، د افغانستان د پولیسو د ځانګړو قطعاتو قوماندان سید محمد روشندل له ولسمشر غني ته د خپلو غوښتنو یو لېست هم وړاندې کړی چې په هغه کې ولایتونو ته د پولیسو د زخمیانو او مړو د انتقال لپاره د بودجې ځانګړي کول، د وسلو د ترمیم امکانات، د ماینونه د خنثا کولو تجهیزات پکې شاملېږي.

ښاغلي روشندل همدا راز له ولسمشره غوښتنه کړې چې د دې قطعې زخمیانو د درملنې لپاره له یو روغتون سره قراراداد وشي، معاشونه یې زیات شي او د پولیسو د تاکتیکي تمرینونو لپاره ځانګړي ځایونه جوړ شي.

ولسمشر غني د پولیسو د اړتیاوو پر پوره کولو ټینګار وکړ او غونډې ته یې وویل چې تر راتلونکو پنځو ورځو پورې به د ځانګړو پولیسو د قطعاتو عادي وسلې تامین شي او د یولړ نورو امتیازاتو ژمنه یې هم وکړه.

جمهور رئیس د ځانګړو پولیسو د تلفاتو پر کمولو تينګار وکړ او ویې ویل چې د هغوی پوځي تجهیزات باید زیات شي.