حقمل: ۱۶ ولایتونو ته د درسي کتابونو د لېږد بهیر پيلوو

د پوهنې وزارت وايي نن شنبه د افغانستان ١٦ ولايتونو ته د درسي کتابونو د لېږد بهير پيلوي.

د دغه وزارت د خپرونو رئيس کبير حقمل ازادي راډيو ته وويل، دغو ولايتونو ته کتابونه د دفاع وزارت په همکارۍ رسوي:

"د افغانستان پاتې ١٦ ولايتونو ته به د درسي کتابونو د رسولو پروسه که خداى کول د شنبې په ورځ پيل شي، دا بهير به يوه اوونۍ روان وي."

ښاغلي حقمل وويل دغه ١٦ ولايتونه ليرې پراته او ناامنه دي.

د افغانستان په سړو سيمو کې نوى تعليمي کال د پنجشنبې په ورځ رسماً پيل شو.

د پوهنې وزارت معين ابراهيم شينواري ازادي راډيو ته ويلي، د پوهنې د وزارت یو پلاوی به نن شنبه په ارګ کې له ولسمشر سره د معارف پر ستونزو خبرې وکړي.