علیزی: د لوګر څرخ ولسوالۍ کې ۷ وسله وال وژل شوي

د لوګر امنيه قوماندان وايي په څرخ ولسوالۍ کې د روانو پوځي عملياتو له کبله پرون جمعه، اووه دولت ضد وسله وال وژل شوي دي.

لوى پاسوال عصمت الله عليزي ازادۍ راډيو ته وويل، په دغو عملياتو کې ځينې وسلې او مهمات هم د افغان قواوو لاس ته ورغلي دي:

"دوه نفره مړي دي، يو ميل PK او يو ميل کلاشينکوف زموږ د امنيتي ځواکونو لاس ته ورغلي؛ يو سراچه ډول موټر يې له منځه تللى دى، په بله پېښه کې د دوى «دولت ضد وسله والو» پنځه کسان په هوايي بريد کې وژل شوي دي."

د لوګر چارواکي وايي په څرخ ولسوالۍ کې د «سپر» په نامه د روانو پوځي عملياتو په نتيجه کې چې درې اوونۍ يې پوره شوي، شا او خوا ٢٢ دولت-ضد وسله وال وژل، ١٠ تنه يې ټپيان شوي او څلور تنه يې نيول شوي دي.

د لوګر امنيه قوماندان وايي، دغه پوځي عمليات به تر هغو دوام کوي چې په دې ولسوالۍ کې د وسله والو فعاليتونه ختم شوي نه وي.