ولسي جرګه لوړپوړي امنیتي چارواکي استیضاح کوي

په پام کې ده ولسي جرګه د دوشنبې په ورځ د کورنيو چارو او دفاع وزيران، دغه راز د ملي امنيت عمومي رئيس استيضاح کړي.

د ولسي جرګې نايب منشي عرفان الله عرفان تېره شپه ازادي راډيو ته وويل:

"ولسي جرګې تېره اوونۍ فيصله وکړه چې د امنيتي ارګانونو درې مسوولين: د کورنيو چارو او دفاع وزيران او د ملي امنيت عمومي رئيس دې استيضاح شي، دوى به تالار ته راځي او هغه پوښتنې به ورڅخه مطرح کېږي چې استيضاح کوونکي يې لري."

دغه درې لوړرتبه امنيتي مقامات په افغانستان کې د وروستيو ناامنيو او د کابل پر سردار محمد داودخان روغتون د وروستۍ حملې په تړاو استيضاح کېږي.

شا او خوا شل ورځې مخکې په کابل کې پر دغه پوځي روغتون حملې شا و خوا ۵٠ کسان ووژل او په لسګونو نور ټپيان کړل.