دفاع وزارت: د هلمند څلورو ولسوالیو کې پوځي عملیات روان دي

د افغانستان د دفاع وزارت وايي چې اوسمهال د هلمند ولايت په نادعلي، واشير، ګرمسير او سنګين ولسواليو کې د تروريستانو پر ضد تصفيوي عملیات روان دي.

د دفاع وزارت په اعلامیه کې د دې وزارت د وياند جنرال دولت وزیري له قوله ويل شوي چې افغان امنيتي ځواکونه ښې لاسته راوړنې لري.

جنرال وزيري همداراز ويلي، د طالبانو ادعاوې چې وايي سنګين ولسوالي يې نيولې ده، په بشپړه توګه ناسمې دي.

د راپورونو له مخې، وروسته له هغه چې افغان امنيتي ځواکونه له سنګين ولسوالۍ څخه ووتل، وسله والو طالبانو د دې ولسوالۍ ستراتيژيک مرکز ونيوه.

تر دې مخکې په افغانستان کې د غوڅ ملاتړ ماموريت وويل چې د افغانستان د ملي اردو او پوليسو ځواکونه تر اوسه هم د هلمند سنګين ولسوالي په خپل کنترول کې لري او يوازي يې د ولسوالۍ مرکز نوي ځای ته انتقال کړی دی.

جنرال وزيري ويلي چې د ۲۱۵ ميوند قل اردو دوهمه لوا اوس هم په سنګين ولسوالي کې ځای پر ځای ده.