د غور ولايت د شهرک ولسوالۍ مسؤلین وايي، د ملا مصطفی او فراح الدین په نومونو دوو غېر مسئولو وسله والو قوماندانانو تر منځ په نښته کې پنځه کسان وژل شوي او دوه نور ټپيان شوي دي.
د شهرک ولسوالۍ سرپرست حفيظ الله حبيبي وايي، په دې نښته کې وژل شوي او ټپيان له قوماندان فراح الدين سره تړاو درلود.
تر اوسه د قوماندان مصطفی د کسانو د تلفاتو په اړه معلومات نه دي تر لاسه شوي.
د شهرک ولسوالۍ سرپرست حفيظ الله حبيبي وايي، دوی د دې جګړې د درولو توان نه لري.
د دغو دوو قوماندانانو تر منځ د نښتو ځلور ورځې او شپې کېږي خو د غور ولايت د امنيه قوماندانۍ د امنيت امر جنرال ضياالدين ثاقب ويلي چې په دغو نښتو نه دی خبر.