د تخار ولايت په خواجه بهاوالدين ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو ډله يېزې حملې پر شا تمبول شوي دي.
د افغانستان په شمال ختيځ زون کې د سپين زر ۸۰۸ زون پوليسو عمومي قوماندانۍ چارواکي وايي، تېره شپه وسله والو مخالفینو په تخار کې د خواجه بهاوالدین ولسوالۍ پر مرکز له ګڼو خواوو تهاجمي حملې پيل کړې چې د افغان امنيتي ځواکونو له سخت مقاومت سره مخامخ شوې او د هغوی حمله ناکامه شوه.
د سپين زر ۸۰۸ زون پوليسو عمومي قوماندان لوی پاسوال شېر عزيز کامه وال نن خبريالانو ته وويل چې د دې حملې په نتيجه کې درې د حکومت مخالفین وژل شوي او څلور نور يې ټپيان شوي دي.
د ده په وينا، د دې پېښې په نتيجه کې څلور کسه سرحدي پولیس ټپيان شوي او د ولسوالۍ ودانۍ هم يو څه سوځلې ده.
لوی پاسوال شېر عزيز کامه وال وايي، په دغه ولسوالۍ کې اوس وضعيت ارام دی او د دې حملې له کبله ملکي کسانو ته زيان نه دی درسېدلی.
تر اوسه د افغان حکومت وسله والو مخالفینو په دې اړه څه نه دي ويلي.