د ترکيې د بهرنیو چارو وزیر وايي، پرون يې په انقره کې د روسيې چارج شارزدافیر احضار کړ.
ترکيې وروسته له دې دا ګام واخیست چې د دې هېواد یوه سرتېري د سوريې له هغې سیمې څخه په ډوز ووژل شو چېرته چې کرد وسله وال واکمن دي او روسيې سرتېري په کې فعالیت کوي.
ترکیه وايي، پوځ د سوريې په ایفرین سیمه باندې له چیرته نه چې پر ترکيې سرتېري ډزې شوې وې،ځوابي برید وکړ.
دا سیمه د کردانو د وای پي جي وسله والې ډلې په کنټرول کې ده.
د ترکيې د بهرنیو چارو د وزارت ویاند حسین موفت غلو وویل هېواد يې روسيې ته د سوريې په هغه سیمه کې چې وای پي جي کرد وسله وال په کې دي، د روسيې سرتېرو د موجودیت په اړه هم خپله اندېښنه څرګنده کړې ده.
ترکيې په سوریه کې د داعش پر وړاندې د ځمکني ځواک په توګه د کرد وسله والو پر دې ډلې د امریکا د تکيې پر وړاندې هم خپل اعتراض څرګند کړی دی.
ترکیه د وای پي جي کرد وسله واله ډله یو تروریستي سازمان ګڼي.