فعالان: د مارچ په ۲۲مه موصل کې چاودنو ۱۳۰کسان وژلي

د عراق پوځي چارواکي او د بشري حقونو فعالان وایي، د موصل په لوېدیځ کې د مارچ د ۲۲ نېټې په برید کې تر سلو ډېر کسان وژل شوي دي.

یوه عراقي قوماندان محمد الجبوري پرون وویل چې د موصل په الجدیده سیمه کې تر چاودنې وروسته د ۱۰۸ کسانو مړي وموندل شوه.

دا هغه سیمه ده چې د عراق امنیتي ځواکونه او د اسلامي دولت ډله پکې جنګېږي.

د بشري حقونو د فعالانو یوه خپلواکه اداره وایي، د اسلامي دولت ډلې ملکي وګړي په زوره په دریو کورونو کې ځای پرځای کړه او دباندي یې د چاودېدونکو موادو دوه ډک موټره ودرول.

دغه اداره وایي، د یوې ناپېژندل شوي الوتکي په هوایې حملې کې د بمونو ډک یو موټر ولګېد او دوهم موټر چې څنګ ته یې ولاړ وو هم وچاودېد.

د دې ادارې په خبره د ښځو او ماشومانو په ګډون ۱۳۰تنه وژل شوي دي.

عراقي ځواکونو د فبرورۍ له ۱۹ نېټې راهیسي د اسلامي دولت ډلې څخه د موصل د لوېدیځې برخې د بېرته نیولو عملیات پیل کړي دي.