بلجیم کې په موټر د خلکو وهلو مخه نیول شوې

د بلجیم پولیس وایي، یو کس یې وروسته له هغه نیولی چې د دوی په وینا د خلکو پر ګڼه ګوڼه یې د موټر د وروستلو هڅه وکړه.

د پولیسو یوه ویاند ویلي د فرانسوي جواز او پلیټ درلودونکی موټر چلونکی په انتویرپ ښار کې له ترافیکي سرې اشارې تېر او په ډېر سرعت سره د یوې ګڼه ګوڼې سیمې پر لور ولاړ، خو مخه یې ونیول شوه.

د بلجیم څارنوالانو دغه کس فرانسوی بللی، خو پولیس وایي، هغه په خټه د شمالي افریقا وو.

د دغه ښار د پولیسو مشر سرج مویترز Serge Muytersیوې خبري غونډي ته وویل:

"د سهار شاوخوا یوولس بجې یو موټر په ډېر سرعت سره په دې میر De Meir سیمه کې د خلکو د تګ راتګ خنډ شو، زموږ پوځي همکارانو سمدستي د موټر د درېدو هڅه وکړه، خو موتر ونه درېد او د ترافیک له سرې اشارې د رود د څنډې پر لور واوښت، زموږ د بېړني غبرګون ډله راورسېده او موټر چلوونکی یې ونیو ، هغه په اصل کې د شمالي افریقا وګړی دی."

تر اوسه معلومه نه ده چې په دې پېښه کې چاته زیان رسېدلی که نه.