شینواری: د کډوالو ماشومان له قید پرته ښوونځيو کې شاملېږي

د افغانستان د پوهنې وزارت چارواکي وایي، هغه افغان کډوال ماشومان چې د ښوونځي د عمر يې کوم وي له قید او شرطه په ښونځیو کې شاملېږي.

د پوهنې وزارت مرستیال ابراهیم شینواري له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل چې د ولسمشر اشرف غني د سپارښتنې سره سم په ښوونځیو کې د دغو ماشومانو د شمولیت لپاره ځانګړي تدابیر نیول شوي دي.

نوموړي زیاته کړه:

"هغه افغان ماشومان چې په پاکستان یا ایران کې یا د هغه هېوادونو په ژبو یا په خپله ژبه درس ویلی وي او یا یې په نورو ژبو لکه اردو او انګلسي زده کړه کړې وي، موږ به دوی ته بې له کوم قید او شرطه داخله ورکوو، بیا به یې کورنیو ته درې میاشتې وخت ورکوو چې اسناد یې راوړي، که یې اسناد پیدا هم نشي، موږ دوی له ښونځي نه محروموو."

تر دې وړاندې افغانستان ته بېرته راستنو شویو افغان کډوالو شکایت کړی وو چې د دوی ماشومانو ته په اسانه په ښوونځیو کې دا خله نه ورکول کېږي.

د پوهنې وزارت مرستیال دا هم وویل چې په تورخم او سپین بولدک لارو کې د دغه وزارت استازي شته او د کورنیو له راتلو سره د هغوی د ماشومانو نومونه راجستر کوي او د لایحې سره سم اقدام کوي.

د پنجشنبې په ورځ په افغانستان کې نوی تعلیمي کال پیل شو چې د پوهنې وزارت د شمېرو له مخې په روان ۱۳۹۶ لمریز کال کې به له یو میلیون څخه زیات ماشومان ښوونځیو ته جذب شي.

د دغه وزارت د معلوماتو له مخې دا مهال ۹،۲ میلیونه تنه چې ډېری یې ماشومان دي په دولتي ښوونځیو کې پر زده‎کړو بوخت دي خو له درې میلیونو زیات ماشومان له زده‎کړو بې‌ برخې دي.