د ناټو قاطع ملاتړ ماموریت: پولیس لاهم پر سنګین کنټرول لري

په افغانستان کې د ناټو غوڅ ملاتړ ماموریت وایي، د افغانستان ملي پوځ او پولیس لا هم د هلمند سنګین ولسوالۍ په خپل کنټرول کې لري او یوازي یې د ولسوالۍ مرکز یوه نوي ځای ته انتقال کړی دی.

د ناټو چارواکو پرون د یوې اعلامیې په خپرولو ویلي چې افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه د امریکا په ملاتړ عملیاتو کې په دې ولسوالۍ کې وسله والو مخالفینو ته درانه تلفات اړولي دي.

اعلامیه وایي، د دې ولسوالۍ تاسیسات په جګړو کې له منځه تللي وو او ملکي وګړې د دې ولسوالۍ په مرکز کې نه وو.

د ناټو په اعلامیه کې دا هم ویل شوي چې د امنیه قوماندانۍ او ولسوالۍ نوی مرکز یوې بلې سیمي چې په دوه کېلومترۍ کې یې موقعیت لري انتقال شوې ده او دا اقدام له وړاندې پلان شوی وو.

د ناټو پوځیان زیاتوي امریکایي ځواکونو نوي مرکز ته په خپلو الوتکو کې د افغان سرتېرو په انتقال کې مرسته کړې ده.

دوی وایي، د سرتېرو تر انتقال وروسته امریکايي ځواکونو د ولسوالۍ تاسیسات او ویجاړ شوي موټر بمبارد کړه او هېڅ شی طالبانو ته نه دي پاته شوي.

ناټو وایي، افغان ځواکونو دوې میاشتې د سنګین ولسوالۍ د مرکز دفاع وکړه او له خپلو وسلو سره له هغه ځایه ووتل چې له ویجاړیو پرته هلته طالبانو ته هېڅ شی نه دي پاتې شوي.