ټرېزا مې: لندن کې لندن نیول شوی تروریست پولیسو ته معلوم و

د بریتانیې صدراعظمه ټرېزا مې وايي، هغه تروریست چې پرون یې لندن کې د پارلمان ودانۍ ته نېږدې درې تنه ووژل، په بریتانیې کې زېږېدلی او پولیسو ته معلوم و.

ټرېزا مې نن د خپل پارلمان د استازو مجلس ته وویل:

"د ترورېزم یوه حرکت پرون زموږ د ډیموکراسۍ د غلي کولو هڅه وکړه. خو نن بیا، موږ عادي سره ګورو، لکه پخواني نسلونه او راتلونکي نسلونه، څو دا ساده پیغام ورکړو چې موږ نه ډارېږو او د ترورېزم پرضد زموږ تعهد به هېڅ کله کمزوری نشي. موږ نن په تر ټولو زاړه پارلمان کې را غونډ شوي یو ځکه پوهېږو چې ډموکراسي او اساسات به یې تل پاتې وي."

صدراعظمې ټرېزا مې زیاته کړه چې پولیسو د افراطي فعالیت په تور له دې حملې کوونکي څو کاله مخکې هم څېړنې کړې وې او پولیسو ته یې دا نظر ورکړی چې هغه د سخت دریځو اسلامي افکارو تر اغېز لاندې و.

د بریتانیې چارواکو ویلي چې حمله کوونکي پرون مخکې تر دې چې خپل موټر پر ویسټ منیستر پله، پر خلکو ور وچلوي پر یوه پولیس حمله وکړه او هغه یې وواژه.

په دې پېښه کې لږ تر لږه ۴۰ تنه زخمیان شوي دي.

د حمله کوونکي نوم نه دی ښودل شوی. حمله کوونکی هم د پولیسو په ډزو کې وژل شوی دی.