د پوهنې وزیر: د پوهنې نظام له ګواښونو او کمبودیو سره مخ دی

د افغانستان د پوهنې وزیر وايي چې د پوهنې نظام له ګواښونو او کمبودیو سره مخامخ دی.

اسدالله حنیف بلخي چې نن یې د نوي تعلیمي کال د افتتاح مراسمو کې خبرې کولې وویل چې پنځوس په سلو کې ښوونځي ودانۍ نه‎لري.

په ورته وخت کې د افغان ولسمشر دویم مرستیال په هېواد کې معارف ته ورپېښ ګواښونه تائیدوي.

چارواکي وايي چې روان لمریز کال به نهه اعشاریه دوه میلیونه زده‎کوونکي ښوونځیو ته ولاړ شي چې ۳۹ په سلو کې به یې نجونې وي.

د پوهنې وزارت وايي چې روان کال به شاوخوا یو میلیون او نوي؛ نوي زده کوونکي ښوونځيو ته جذب شي.

دا په داسې حال کې ده چې اوس هم په ټول هېواد کې دا ناامنیو له امله زر ښوونځي د زده‎کوونکو پرمخ تړلي دي.