د کندز امنیتي چارواکي وايي چې د وسلهوالو طالبانو په حمله کې ۹ سیمه ییز پولیس وژل شوي دي.
په شمال کې د ۸۰۸ سپن زر قومندانۍ د پولیس ویاند محفوظ الله اکبري وايي، تېره شپه وسلهوالو طالبانو د کندز ــ علي اباد په لویه لاره د کوچه قزاق په امنیتي پوستو حمله کړې ده.
ښاغلي اکبري زیاتوي، دا حمله د وسلهوالوطالبانو د نفوذي کس په واسطه چې په پوسته کې یې پهیرادري کوله په مرسته ترسره شوې ده.
چارواکي وايي چې وسلهوالو طالبانو د پولیسو مړو ته اور اچولی او ټول تجهیزات یې له ځان سره وړي دي.
وسلهوالو طالبانو د پېښې مسؤلیت منلی.