سوریه کې د جګړې اول خط ته عسکر او جنګي وسایل ورسول شول

د اسلامي دولت په نوم وسله‎والې ډلې یا داعش سره د مبارزې لپاره د امریکا په مشرۍ ائتلافي ځواکونو د سوریې رقه ښار ته نېږدې، د جګړې اول خط ته عسکر او جنګي وسایل په الوتکو کې ورسول.

د امریکا دفاع وزارت پرون وویل، دا اول وار دی چې د امریکا پوځ د رقه ښار ته نېږدې په الطبقه سیمه کې له داعشه د یوه ستر بند د نیولو لپاره په عملیاتو کې د سوریې عرب ملېشو ته داسې هوايي ملاتړ ورکړی دی.

الطبقه بند پر فرات سیند جوړ شوی چې زیاتو سیمو ته برق ورکوي.

که داعش دا بند ویجاړ کړي په سیمه کې به شدید سېلونه راشي.

داعش په ۲۰۱۴ میلادي کال کې دا بند او یوه هوايي اډه ونیوله.

د امریکا په مشرۍ د داعش پرضد د ائتلاف ویاند وویل، د سوریې د ملېشو د ملاتړ په‎دې ماموریت کې د سمندري ځواکونو ځانګړې وسلې، اپاچي هليکوپټر، ځانګړي عملیاتي ځواکونه، پوځي رنجر موټر او هوايي حملې شاملې دي.

هغه ویلي چې سیمه کې نېږدې اتیا فیصده ملېشه د سوریې د عرب ائتلاف غړي دي خو کردان هم پکې شته.

د ائتلاف ویاند ویلي، دا پراخ پوځي عملیات ښايي څو اوونۍ دوام وکړي.