دنیس ورونینکو کيف کې ووژل شو

رپوټونه وايي، د روسیې د پارلمان پخوانی وکیل دنیس ورونینکو چې دوه کاله مخکې اوکراین ته وتښتېد او روسیه یې له نازي جرمني سره پرتله کړې وه، په کيف کې ووژل شو.

د اوکراین د پلازمېنې کیف د پولیسو مشر نن ازادي راډیو ته وویل، دنیس ورونینکو نن د ښار په یوه مرکزي سیمه کې وویشتل شو.

دنیس ورونینکو ۴۵ کلن او له ۲۰۱۱ تر ۲۱۶ میلادي کاله د روسیې د پارلمان په استازو مجلس "دوما" کې د کمونیست ګوند مرستیال و.

کله چې د روسیې پولیسو په مسکو کې په غیر قانوني ډول د یوه کور د نیولو په تور د هغوی په اړه څېړنې اعلان کړې، دنیس او ښځه یې چې هغه هم مخکې د روسیې د پارلمان وکیله وه، اوکراین ته ولاړل.

دنیس ورونینکو په فبرورۍ کې د اوکراین له یوې انټرنیټي پاڼې سره په مرکه کې، روسیه له نازي جرمني سره پرتله کړې وه او ویلي یې و چې د روسیې د امنیت فدرالي اداره په هغه هېواد کې هر څه کنټرولوي.

هغه همدا راز د روسیې له لوري د کریمیا ټاپو وزمې الحاق "تېروتنه" بللې وه.