د بریتانيې پولیس: د تروریستي حملې په تړاو ۷ تنه نیول شوي

د بریتانيې پولیس وايي، په لندن کې د پرونۍ تروریستي حملې په تړاو ۷ تنه نیول شوي دي.

په بریتانیې کې له ترورېزم سره د مبارزې مشر مارک رولي نن وویل چې په لندن، برمنګهم او یو شمېر نورو سیمو کې شپږ ځایونه تالاشي شوي خو د نورو جزئیاتو له ورکولو یې ډډه کړې ده.

په لندن کې پرون یوه سړي پر یوه پولیس حمله وکړه او ویې وژل او تر هغه وروسته یې خپل موټر په ډېر سرعت پر ویسټ‎منستر پله پر پیاده خلکو ور وچلاوه.

حمله کوونکی هم پولیسو وويشت او ووژل شو.

مارک رولي نن وویل، له پینځو شخصي او یوه عمومي روغتونه د راغونډو کړو معلوماتو پر اساس ویلای شي چې د حمله کوونکي تروریست په ګډون څلور تنه وژل شوي دي. د هغه په وینا، په ۲۹ زخمیانو کې د اوو تنو زخمیانو وضعیت نازک دی.

رولي نن یوې خبري غونډې ته وویل، ابتدايي څېړنو څرګنده کړې چې حمله کوونکی یوازې و او د نړیوال ترورېزم تر اغېز لاندې یې حمله کړې ده .

هغه وویل، داسې معلومات یې لا نه‎دي ترلاسه کړي چې د بریتانیې د خلکو امنیت ته ګواښ موجود دی.

مارک رولي:

"سل هاوو ځانګړو پولیسو تمامه شپه په کار کې تېره کړه او زه تاسو ته تائيدولای شم چې موږ شپږ سیمې تالاشي کړې او ۷ تنه ونیول شول. په برمنګهم، لندن او د دې هېواد په نورو سیمو کې زموږ د تالاشۍ عملیات روان دي."

تر اوسه په بریتانیه کې د حملې مسؤلیت چا نه‎دی اخیستی .

د بریتانیې صدراعظمې ټرېزا مې دا تروریستي حمله د مریض او محروم فکر کار بللې ده.