همایون: د بهرنیو ځواکونو زیاتېدل افغان جګړه نشي کابو کولای

ولسي جرګه افغانستان کې د دغه هېواد له‎خوا د امریکايي ځواکونو د ډېرېدو له غوښتنې وروسته وايي چې د ترورېزم سره د مبارزې لپاره غوره لار د افغان امنیتي ځواکونو تجهیز او ملاتړ دی.

د دغه جرګې لومړي مرستیال همایون همایون د پنجشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې د تېرو کلونو تجربې ښيي چې افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو زیاتېدل د دغه هېواد روانه جګړه نه‎شي کابو کولای.

نوموړی وايي:

"تېرو څو کلونو کې ګڼ شمېر بهرني ځواکونه افغانستان کې مېشت وو خو له بده‎مرغه چې د جګړې په ختمولو بریالي نه‎شول نو په دې اساس زموږ ټینګار د افغان امنیتي ځواکونو په تجهیز، تمویل او روزنه کې ده چې د جګړې مخه ونیسي."

ښاغلی همایون وايي، له مخالفینو سره سولې هم ځکه نتیجه نه‎ده ورکړې چې واګې يې د وسله‎والو مخالفینو د ملاتړ کوونکو په لاس کې دي.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر واشنګټن کې د اتلانتیک شورا په کنفرانس کې د امریکا متحده ایالاتونو څخه غوښتي چې په افغانستان کې د تروریستي ډلو او داعش سره د مقابلې لپاره افغانستان کې د امریکايي ځواکونو شمېر ډېر کړي.

جنرال نیکلسن هم تېره میاشت د امریکا کانګرس ته ویلي و چې د افغانستان د روانو په ټپه ولاړو حالاتو د ماتولو لپاره څو زره اضافي سرتېرو ته اړتیا ده.

اوس مهال ۸۴۰۰ امریکايي سرتېري په افغانستان کې ځای پرځای دي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر وویل، افغانستان بېلابېلو برخو کې د امریکا مرستو ته اړتیا لري.

د هغه په خبره د نظامي وسایلو د کمښت پوره کول، د هوايي او ځمکنیو ځواکونو د وړتیاو لوړول، د پوځیانو روزنه او د استخباراتي برخې څخه د امریکا ملاتړ ته اړتیا لیدل کېږي.

تر دې دمه واشنګټن افغانستان ته د نورو سرتېرو د استولو په اړه لا څه نه‎دي ویلي.

په ورته وخت کې د نظامي چارو یو شمېر کارپوهان وايي، د پوځیانو په ډېرولو سره حالات بدلون نه‎شي موندلای.

مېرزا محمد یارمند ازادي راډيو ته وویل چې لومړی باید پر پاکستان نړیوال فشار راوړل شي او وروسته دې پولي کنټرول کړل شي.

مېرزا محمد یارمند

نوموړی وايي:

"د افغانستان جنګ د ځواکونو په زیاتولو سره نه کابو کېږي بلکه دغه جنګ د دقیقو لارو چارو چې له لارې یې په پاکستان فشار زیات کړای شي څو رښتیني مبارزې ته حاضر شي همدارنګه د پولو دقیق کنټرول ته هم اړتیا ده."

ښاغلي یارمند دغه شان وویل چې د حکومت د سیاسي مشرانو ترمنځ باید اختلافات پای ته ورسول شي او د دښمن په وړاندې دې نظامي سیاست همغږی شي.

دی د امریکا د متحده ایالاتو مرسته مهمه ګڼي خو وايي چې باید د افغانستان وسله‎وال ځواکونه له اوسني حالته هم زیات تجهیز او پیاوړي شي.

راپور : محمد واصل وصال