د افغانستان په سړو سیمو کې د حکومتي مشرانو لهخوا د زنګ په کړنګولو سره نوی تعلیمي کال پیل شو.
په پلازمېنه کابل کې دا ورځ هر کال په ځانګړو مراسمو پیلېږي او سږ کال هم حکومتي چارواکو د مکتب زنګ په کړنګولو سره ۱۳۹۶ لمریز تعلیمي کال پرانیست.
د جمهوري ریاست دوهم مرستیال سرور دانش د پنجشنبې په ورځ په دې اړه جوړې شوې غونډې ته وویل، دا وخت ۹،۲ میلیونه ماشومان ښوونځيو ته ځي خو حکومت د دې کچې د لوړېدو او هېواد کې د بېسوادۍ د کچې د راټیټیدو تکل لري.
ښاغلي دانش ناپوهي او بېسوادي د افغانستان د خلکو پټ دښمن وباله او له خلکو یې وغوښتل چې ښوونځيو ته د ماشومانو په لېږلو سره افغانستان له دې حالته وباسي.
نوموړی وايي:
"زموږ تر ټولو غټ لومړیتوب او مسؤلیت دا دی چې د بېسوادۍ او جهل په څېر د پټ خو تباه کوونکي دښمن سره جدي او نهدرېدونکې مبارزه ولرو، دا هغه امر دی چې له نېکهمرغه افغانانیې له بل هر وخته ډېر دا وخت په اهمیت پوه شوي دي او د لهمنځه وړلو لپارهیې هڅه کوي."
ښاغلي دانش وویل، تېرو کلونو کې د پوهنې برخه کې ګڼو ستونزو د هېواد پوهنیز سیسټم له ستونزو سره مخ کړی و خو د ده په خبره د ملي وحدت حکومت بهیې په روان کال کې د اصلاح لپاره جدي اقدامات وکړي.
نوموړي وویل، لیرې پرتو سیمو کې د بندو ښوونځيو د خلاصولو لپاره به افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه تصفیوي عملیات وکړي خو ټينګار یې وکړ چې دې برخه کې د خلکو ونډه ډېره مهمه ده.
د پوهنې وزارت د معلوماتو له مخې دا وخت د هېواد بېلابېلو سیمو کې څه باندې زر ښوونځي تړلي او شااوخوا درې میلیونه ماشومان له زدهکړو محروم دي.
خو افغان چارواکي وايي، تر ۲۰۳۰ میلادي کاله پورې به د ملګرو ملتونو د پایداره پراختیا پروګرام په عملي کولو سره چې د جنسیتي برابري له اصل سره ټولو وګړو ته یو شان زدهکړې برابروي د پوهنې برخه کې ډېرې ستونزې هوارې شي.
د نوي تعلیمي کال له پیلېدو سره د پوهنې وزیر اسدالله حنیف بلخي وايي چې سږ کال به یو میلیون او نوي زدهکوونکي په ښوونځيو کې جذب او بېسرپناه ښوونځيو ته به ودانۍ جوړې کړي.
نوموړي وویل، د ټولو هڅو سره-سره د پوهنې نظام لاهم له ګڼو ستونزو سره مخ دی.
ښاغلي بلخي زیاته کړه:
"د لاسته راوړنو او پرمختګ تر څنګ د پوهنې نظام لاتر اوسه له ستونزو او کمبود یو سره مخ دی چې مهمې ستونزې یې زدهکړو ته د ماشومانو نهلاسرسی، ۴۸ سلنه تعلیمي مرکزونو ته د ودانیو او ښځینه زدهکوونکو ته د ښوونکو نهشتون او دغهشان د ناامنیو له کبله د ښوونځیو تړل او داسې نورې ستونزې."
ښاغلي بلخي وویل چې ښه مدیریت، د راستنېدونکو کډوالو د ماشومانو لپاره د زدهکړو برابرول، د لس زره ښوونکو جذب او د ۴۱۴ نویو ښونځيو جوړول سږ کال د دوی په پلان کې شامل دي چې عملي بهیې کړي.
راپور: یوسف خان ځدراڼ