لیتوانیا او اوکراین د بېلاروس د ولسمشر تورونه رد کړل

لیتوانیا او اوکراین د بېلاروس د ولسمشر الکساندر لوکاشینکا دا تورونه رد کړل چې ویلي یې دي، دغه دوه هېوادونه په بېلاروس کې خلک وسله‎واله فعالیتونو ته هڅوي.

د سې شنبې په ورځ لوکاشینکا ویلي و چې شاوخوا ۲۰ تنو چې بېلاروس او اوکراین کې په وسله‎والو کمپونو کې روزل شوي وو او اکثر یې د لیتوانیا او پولنډ وو د بېلاروس په بېلابېلو سیمو کې د وسله‎وال تحریک پلان درلود.

د لېتوانیا د بهرنیو چارو وزیر پرون خبریالانو ته وویل، د لوکاشینکا خبرې بې بنسټه دي.

د اوکراین د بهرنیو چارو وزیر بیا د لوکاشینکا خبرې له حقیقته لېرې وبللې.

په وروستیو اونیو کې په زرګونو کسانو په بېلاروس کې د مالیو پر ضد مظاهرې وکړې.

د مارچ له لومړۍنېټې راپه دې خوا په بېلاروس کې تر یو نیم سل ډېر مظاهره‎چیان نیول شوي دي او په لسګونو نور یا جریمه شوي او یا هم ۱۵ ورځې په بند کې ساتل شوي او بیا خوشې شوي دي.