ولسمشر غني نوري فایبر سره د پوهنتونونو د وصلېدو غوښتنه وکړه

د افغانستان ولسمشر له نوري فایبر سره د پوهنتونونو د وصلېدو غوښتنه وکړه.

په هغه غونډه کې چې پرون ارګ کې د لوړو زده‎کړو د کیفیت د لوړېدو په هدف جوړه شوې وه، اشرف غني وویل، په روان کال کې له نوري فایبر سره د پوهنتونونو د وصلېدو لپاره خنډ نه لیدل کېږي، نو پوهنتونونه باید له نوري فایبر سره ونښلول شي.

ولسمشرد لوړو زده‎کړو له وزارته هیله وکړه چې یوه واضح طرحه ترتیب کړي چې د هغې پر بنسټ په هېواد کې د لوړو زده‎کړو کیفیت ښه شي.