وحدت: د پکتیکا د وچو دښتو ابادولو لپاره کار روان دی

د پکتیکا ولایت چارواکي وايي، دوی د کرنیز سیسټم د ښه‌والي لپاره د اوبو د کانالونو، وړو بندونو او بزګرانو ته د اصلاح شویو تخمونو د وېش پر نویو پروګرامونو کار کوي، تر څو په یاد ولایت کې د کرنیزو حاصلاتو اوسنۍ اندازه زیاته شي.

د چهارشنبې په ورځ د پکتیکا والي محمدالیاس وحدت د بزګر ورځې په لمانځ‌غونډه کې وویل چې یاد ولایت پراخې هوارې دښتې لري چې د کرنې لپاره مناسبې دي.

د نوموړي په وینا د ځايي بزګرانو پر وړاندې تر ټولو ستره ستونزه د اوبو کموالی دی چې د دوی په خبره د همدې ستونزې د هواري لپاره‌يې د اوبو د یو شمېر بندونو او کانالونو پر جوړولو کارونه پیل کړي دي.

د پکتیکا والي زیاتوي:

​"د اوبو کنټرول زموږ د مدبر ولسمشر پام دی، پکتیکا څومره پراخې دښتې لري، خو خړې پړې دي، په دې چې اوبه نه‌لري، اوس افغان حکومت د اوبو کنټرول ته ستره پاملرنه کوي، سږ کال چې څلور زره جریبه ځمکه په پکتیکا کې په باغونو بدلېږي، په دې کې به لس قسمه مېوه دارې ونې کېنول کېږي، تر دې وروسته به موږ په زراعت هم پوهېږو، په زعفرانو هم پوهېږو، په ثوابینو به پوهېږو او په ونو به هم پوهېږو.​"

د یادونې ده چې سږ کال د پکتیکا په بېلابېلو سیمو کې د یو شمېر حکومتي ادارو، مدني بنسټونو او ځايي خلکو له‌خوا زرګونه نیالګي کېنول شول او د دې تر څنګ د باغدارۍ او مالدارۍ په نوم د باغونو د وېش پروګرام هم روان دی چې خلکو ته د باغونو د جوړولو په موخه نیالګي وېشي.