د کونړ قومي مشران او دیني عالمان وایي، د افغان حکومت او حزب اسلامي تر منځ د شوي هوکړهلیک ټولې مادې باید عملي بڼه پیدا کړي.
دغو قومي مشرانو نن چهارشنبه د کونړ په مرکز اسعداباد کې د یوې غونډې پر مهال له افغان حکومت څخه وغوښتل چې کابل ته د ګلبدین حکمتیار د راتګ لپاره باید زمینه برابره کړي.
په کونړ کې د سولې شورا رئیس حاجي محمد اسماعیل چې د دغې غونډې له برخهوالو و ازادي راډیو ته وویل که چېرته ګلبدین حکمتیار کابل ته راشي وسلهوالې ډلې به هم له جګړې لاس اخیستلو ته وهڅول شي.
خو ولسمشرۍ ماڼۍ تر دې وړاندې ویلي چې کابل ته د حزب اسلامي د مشر ګلبدین حکمتیار راتلو په وړاندې هېڅ موانع وجود نهلري.
جمهوري ریاست وايي، د حزب اسلامي سره د شوې هوکړې هغه موارد چې د افغان حکومت پورې مربوط و ټوليې عملي شوي او کابل ته د ښاغلي حکمتیار د راتګ په برخه کې هېڅ موانع نهشته.