بلجیم د ۳۲ وژل شویو کسانو درناوي لپاره یوه دقیقه چوپتیا غوره کړه

بلجیم د هغو ۳۲ کسانو د درناوي لپاره یوه دقیقه چوپتیا غوره کړه چې تېر کال په همدې نېټه په بروکسل کې په ترورېستي بریدونو کې ووژل شول.

پاچا فیلیپ او ملکه ماتیلده د هغه هېواد له صدراعظم چارلس مایکل او نورو سلګونو کسانو په پلازمېنه بروکسل کې په زاوینتیم «Zaventem» هوايي ډګر کې په دغو مراسمو کې ګډون وکړ.

په دغه ځای کې تېر کال دوه څانمرګي بریدونه شوي وو.

د دغه هوایي ډګر یوه چارواکي په مراسمو کې د وژل شویو کسانو د نومونو تر اخیستلو وروسته وویل چې «د ۲۰۱۶ کال د مارچ ۲۲مه نېټه به د تل لپاره زموږ په زړونو کې وي.»

په دې پېښه کې د یوې وژل شوې مېرمنې خاوند لارس وایتزمن «Lars Waetzmann» وویل:

"د ۲۰۱۶ کال د مارچ ۲۲مه هغه ورځ ده چې زموږ ژوند بدل شو، دا ورځ ما خپله ښکلې مېرمن له لاسه ورکړه، ډېر ځله زه له ځانه پوښتم چې څه به شوي وی که موږ لس دقیقې ناوخته راوتلي وی؟ څه به شوي وی که مو لږ ورو موټر چلولی وی؟ خو دا پېښه وشوه، په ګډه نیویارک ته د تلو هیجان په یوه ثانیه کې زما دنیا په یوه ویر بدله کړه."

پاچا او ملکه تر دې ځای وروسته په رېل کې د میل بیک سټیشن ته ولاړل او له هغې بلې ډلې سره‌یې غمرازي وکړه چې تېر کال په همدې نېټه بله ځان‌وژونکې حمله شوې وه.

په دغو دواړو پېښو کې ۳۲ تنه وژل شوي او تر ۳۲۰ ډېر ټپیان شوي و.

تر پلټنو وروسته معلومه شوه چې دا بریدونه د اسلامي دولت نومې ډلې د هغې شبکې په واسطه کړي وي چې په پاریس کې د ۲۰۱۵ کال د نومبر په بریدونو کې هم ښکېله وه.

د پاریس په بریدونو کې ۱۳۰ تنه ووژل شول.