د افغانستان جمهوري ریاست وایي، تر راتلونکو دوو اوونیو به د هغو وزارتونو لپاره کاندیدان ولسي جرګې ته معرفي کړي چې د سرپرستانو لهخوا اداره کېږي.
د جمهوري ریاست مرستیال ویاند دوا خان مینهپال نن ازادي راډيو ته وویل چې په دې اړه بحثونه هم شوي دي.
ښاغلی مینهپال وايي:
"له بېلابېلو شخصیتونو سره د وزیرانو په اړه مجلسونه شوي دي، هغو وزارتونو ته چې وزیران نهلري مجرب او مسلکي کسان معرفي کړو."
په همدې حال کې یوې حکومتي سرچینې نن ازادي راډيو ته وویل چې د کانونو او پټرولیم، د سرحدونو او قبایلو او اطلاعاتو او فرهنګ وزارتونو لپاره به کاندیدان ولسي جرګې ته د باور رأیې د ترلاسه کولو لپاره معرفي شي.