ضمیر: تېر ۱۳۹۵کې د کرنې برخه کې ۱۰۷ پروژې بشپړې شوي

د بزګر ورځ نن د افغانستان د کرنې او مالدارۍ وزارت لخوا ولمانځل شوه.

د بزګر ورځې د لمانځلو سره سمه نن د کابل ښار په بادام باغ کې د بزګرو دوه ورځنۍ دودیزه مېله هم پیل شوه.

په همدې حال کې د کرنې او مالدارۍ وزیر اسدالله ضمیر د دغې ورځې په لمانځ غونډه کې وویل چې په ۱۳۹۵ لمریز کال کې له پلان شویو ۱۵۰ پروژو څخه ۱۰۷ بشپړې شوي او د پاتې پروژو چارې هم بشپړېدو ته نېږدې دي.

د بزګر ورځ هر کال د پسرلي د میاشتې په دوېمه ورځ د بزګر د ورځې په نوم نومول شوې ده چې په ټول هېواد کې د ځانګړو او دودیزو مراسمو په ترڅ کې لمالځل کېږي.