احمدزی: داعش ضد ائتلاف باید د دې ډلې ځپلو کې مرسته وکړي

د افغانستان د ولسي جرګې اداري پلاوی وایي، داعش یوه بهرنۍ پدیده ده او باید د افغانستان ملګري هېوادونه په دې برخه کې جدي پاملرنه وکړي.

د دغې جرګې دوهم مرستیال محمد نذیر احمدزي نن ازادي راډیو ته وویل چې په امریکا کې د داعش پر ضد نړیوال ائتلاف د بهرنیو چارو د وزیرانو له غونډې څخه د افغانانو تمه دا ده چې د داعش ځپلو لپاره له افغانستان سره هر اړخیزه مرسته وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر صلاح‌الدین رباني د داعش پر ضد د نړیوال ائتلاف د بهرنیو چارو د وزیرانو په غونډه کې د ګډون لپاره امریکا ته تللی دی.

دا دوه ورځنی کنفرانس نن په واشنګټن کې پیلېږي.

ټاکل شوی چې ښاغلی رباني د دې کنفرانس تر څنګ د امریکا د دفاع او بهرنیو چارو له وزیرانو سره هم وګوري.