د افغانستان دفاع وزارت وایي، د دې هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د تېرو ۲۴ ساعتونو عملیاتو په ترڅ کې د یوه طالب قوماندان په ګډون ۴۱ تنه وسلهوال وژل شوي، ۱۴ تنه ټپیان او ۲ تنهیې نیول شوي دي.
د دفاع وزارت په خبرپاڼه کې وړاندې لیکل شوي چې دغه عملیات د کاپیسا، لوګر، غزني، خوست، پکتیا، کندهار، فراه، هرات، بغلان، فاریاب، کندز او هلمند په ولایتونو کې تر سره شوي دي.
دفاع وزارت وایي، د یادو عملیاتو پر مهال یوه اندازه وسلې او مهمات هم ترلاسه شوي دي.
خو دفاع وزارت په دې خبرپاڼه کې افغان ځواکونو ته د اوښتې مرګ ژوبلې په اړه څه نهدي ویلي.
طالبانو هم تر اوسه په دې اړه کومه تبصره نهده کړې.