د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې مسؤلین وايي په تېره څه باندې یوه میاشت کې د پاکستان له لوري د تورخم او سپینبولدک د لارو د تړل کېدو له امله افغان سوداګرو ته نېږدي ۷۵ میلیونه ډالره زیان اوښتی دی.
د دغې خونې ویاند صیامالدین پسرلي نن ازادي راډیو ته وویل چې له دې دوه برابره د پاکستان خصوصي سکټور ته هم زیان رسېدلی دی.
نوموړي وویل چې افغان سوداګر ځینې بدیلې لارې هم لري او د تېر په پرتله د دوی ستونزې څه نا څه هوارې شوې دي.
پاکستان پرون د تورخم او سپینبولدک لارې د مسافرو او سوداګرو پر مخ پرانیستې.