شینکه: د وسله‎والې لمسونې د تنظیمولو په تور ۲۰ تنه نیول شوي

د بیلاروس ولسمشر لوکه شینکه نن وویل چې په بیلاروس کې د وسله‎والې لمسونې د تنظیمولو په تورشاوخوا شل سخت دریځي وسله‎وال نیول شوي دي.

لوکه شینکه ادعا وکړه چې مشکوک کسان په بیلاروس، اوکراین او په غالب ګومان په لیتوانیا او پولنډ کې په پوځي کمپونو کې روزل شوي دي.

هغه په لیتوانیا او پولنډ کې یو شمېر سرچینې تورنې کړي چې د هغوی فعالیتونه تمویلوي.

لوکه شینکه دا څرګندونې یوه ورځ وروسته له هغې کوي چې ده په هېواد کې خپل سیاسي مخالفان پنځم کالم یاد کړل چې د ده په وینا غواړي د لویدیځ په مالي مرسته او د استخباراتي ادارو په مټ په دې هېواد کې کړکېچ راپورته کړي.

په وروستیو اونیو کې په زرګونو کسان د بې روزګارۍ په وړاندې د اعتراض په توګه واټونوته راوتلي وو.