فاریاب چارواکي: د دوو رقیبو ډلو نښتې پای ته ورسیدې

د فاریاب چارواکي په دې ولایت کې په دوو رقیبو ډلو پورې تړلو د امنیتي چارواکو ترمنځ د وسله‎والو نښتو د پای ته رسیدو خبر ورکوي.

د فاریاب د بشري حقونو د کمېسیون مسؤل سید حفیظ الله فطرت ازادي راډیو ته وویل چې دې ولایت ته له کابله د ورغلي پلاوي او څو نورو خواوو د منځګړیتوب په نتیجه کې د جمعیت اسلامي او جنبش اسلامي ګوندونو اړوند د دو قومندانانو د وسله‎والو ترمنځ نښتې پای ته ورسیدې.

"له نیکه مرغه دغه لانجه پرون پنځه بجې هواره شوه او تراوسه وضعیت ارام دی. په فاریاب کې سوله او من ټینګ دي او د فاریاب خلک دې اندیښمن نه وي."

له سیمې د ازادي راډیو د خبریال د راپور له مخې د قیصار د امنیې قومندان نظام الدین قیصاري چې په جنبش ګوند او د فاریاب د ترورېزم په وړاندې د مبارزې د مدیر احمد شاه ملنګ چې په جمعیت ګوند پورې تړلي دي د افرادو ترمنځ په نښتو کې چې دوه ورځې مخکې د میمنې ښار په دوهمه ناحیه کې پیل شوې وې، څلور تنه وژل شوي ۱۷ تنه نور ټپیان شوي دي. په ټپیانو کې پولیس هم شته.

له شماله اکثره وختونه د غیر مسؤلو وسله‎والو قومندانانو ترمنځ د نښتو راپورونه ورکړل شوي چې د وروستې لانجې په څیر یو شمېر یې دولتي دندې هم لري.