د کندز د بُزکشي فدراسیون چارواکي وايي چې د بُزکشي لوبه عموماً د مني او پسرلي فصلونو کې هغه مهال چې هوا ښه سړه وي پیلېږي.
بُزکشي د افغانستان ملي لوبه ده چې خلكو كې ډېر زیات مېنهوال لري، د بُزکشي د رامنځته كېدو تاريخ د مقدوني سكندر د لښكركشيو په وخت پورې تړاو لري.
ویل کېږي چې په هغه وخت كې به اريايي اتلانو د دښمن پر لښكرو د شپې لهخوا يرغل كاوه او د دښمن پوځيان بهيې ژوندي د هغوی له پوځي پڼدغالو څخه له ځان سره وړل، بیا وروسته دغه جګړهیيزه وړتيا د ورزش بڼه غوره کړه.
د دې لوبې د جوړېدو ځايونه د هېواد شمال او شمال ختیځ ولايتونو كې ترسره کېږي او په یادو سیمو کې خورا ډېر مینهوال هم لري.
د کندز د بُزکشي فدراسیون فني امر قیوم خان ازادي راډیو ته وویل چې د بُزکشي د ترسره كولو لپاره، لوبغاړي چې د چاپانداز په نامه يادېږي، د اس په سورلۍ كې لوى مهارت لري او له ستونزمنو تمريناتو څخه وروسته په لوبو كې د ګډون ځواكمنتيا ترلاسه كوي.
نوموړی وايي:
"موږ د بُزکشي دغه لوبه د سولې او ثبات په هدف پیل کړې څو د دې ولایت د خلکو تر منځ ورورلي او سوله لاهم ټينګه شي، البته دغه لوبه په دې ولایت کې د بُزکشي فدراسیون او نورو مشرانو تر نظر لاندې ترسره کېږي او غواړو په دې مسابقه کې تکړه چاپاندازه په ګوته کړو، ځکه له نورو ولایتونو سره په همدې ميدان کې د بُزکشي مسابقه لرو او باید چې د خپل ولایت لپاره یو ډېر قوي ټیم جوړ کړو څو مسابقه وګټو."
د بُزکشي اسونه په بېلابېلو نومونو یادېږي لکه: سمند، ګل بادام، کُمید، مُشکي، طروق، جرند، قطغني او ترکمني چې دا اسونه ډېر مشهور دي.
د بُزکشي اسونه خورا ګران دي چې یو یې کابو ۳ لکه افغانۍ، ۵ لکه افغانۍ، ۱۰ لکه افغانۍ او ان ۲۰ لکه افغانیو پورې قیمت لري.
د بُزکشي فدراسیون دغه چارواکي زیاتوي چې د بُزکشي میدان كې د حلال دایره د پام وړ ځای دی ځکه د خوسي د پورته كولو ځای په همدې دایره کې وي او په اسونو سپاره چاپاندازان د هغه په شااوخوا راټولېږي او د مېدان د مشر په لارښوونه د خوسي د پورته كولو لپاره هلې ځلې کوي.
نوموړی وايي:
"تقریباً موږ د بُزکشي ۲۵ پهلوانان لرو چې دوی دا مهال په مسابقه کې دي، د ۲۵ پهلوانانو څخه ۱۲ تنهیې مسابقې ته ننوځي او پاتې شمېر یې په تمه وي کله چې ضرورت شي بیا دوی هم میدان ته دننه کېږي."
په همدې حال کې د کندز ښار دورې سر ته کومل کې چې د بُزکشي لوبې ترسره کېږي لوی میدان دی، د بُزکشي د لوبو ليدلو په هدف د دې ولایت ولسوالیو او همدارنګه له تخار او بغلانه یو زیات شمېر خلک راغلي دي.
خو په دې ولایت کې د بُزکشي لوبه ترسره کول هغه هم په یوه ډاډمنه فضا کې خورا ډېر ګران کار دی، خو د دې ولایت امنیتي ځواکونو د میدان شااوخوا کې جدي امنیتي تدابیر نیولي او د زرګونه کتونکو خاطر یې ارام کړی دی.
څو تنو په دې اړه ازادي راډيو ته وویل:
"زما نوم مزمل خان دی، موږ دلته د بُزکشي کتلو ته راغلي یو او ډېر خوشحاله یو او نن ډېر زیات خلک دلته د بُزکشي کتلو په خاطر راټول شوي او له ډېرو لیرو-لیرو سیمو څخه راغلي او امنیتي ځواکونو هم ښه امنیتي تدابېر نیولي دي."
"زما نوم فضل احمد دی، زه د خاناباد ولسوالۍ څخه د بُزکشي لیدو په خاطر راغلی یم او د نورو ورځو په پرتله نن زښته زیات خلک راغلي او ښه ګرمه بُزکشي روانه ده او موږ له خپلو امنیتي ځواکونو څخه مننه کوو چې د خلکو او د بُزکشي امنیتیې نیولی دی."
د بُزکشي د لوبې وسيله يو خوسی یا هم ښه غټه اوزه وي چې له حلالولو او د نس له پاكولو وروسته هغه د ۲۴ ساعتونو لپاره د اوبو په منځ كې كېښودل كېږي چې د پوستكي مقاومتيې ډېر شي او بیا وروسته ورڅخه په بُزکشي کې ګټه اخیستل کېږي.
راپور: اجمل ارین