پوهنې وزارت ته د ولسمشر غني لارښوونې

افغان ولسمشر محمد اشرف غني د دفاع وزارت ته لارښوونه کړې چې د پوهنې وزارت سره دې هغو ۱۶ ولایتونو ته د درسي کتابونو په رسولو کې بېړنۍ مرسته وکړي چې تر اوسه ورته درسي کتابونه نه‌دي رسېدلي.

په داسې حال کې چې سبا پنجشنبه د افغانستان سړو سیمو کې نوی تعلیمي کال پیلېږي یو شمېر ولایتونو ته د درسي کتابونو نه‌رسېدو اندېښنې راپورته کړې دي.

د پوهنې وزارت د نشراتو رئیس کبیر حقمل ازادي راډیو ته وویل، د ولسمشر اشرف غني په ځانګړې پاملرنې سره په دې اړه د سې شنبې په ورځ په ارګ کې جوړې شوې غونډه کې پرېکړه وشوه چې د پوهنې او دفاع وزارتونه به په یوه اوونۍ کې دې ولایتونو ته درسي مواد رسوي.

نوموړی وايي:

"دا یو بېړنی عملیاتي پروګرام دی چې تر اوسه د پوهنې برخه کې نه‌دی ترسره شوی. نتیجه به‌یې دا وي چې په یوه اوونۍ کې به ټولو هغو ولایتونو ته درسي کتابونه ورسېږي چېرې چې د کتابونو کمی موجود دی او دا کار به د ملي دفاع وزارت د ترانسپورټ په مرسته وکړو."

ښاغلي حقمل وویل، اتلس نورو ولایتونو ته دوی په ژمي کې د درسي کتابونو پر رسولو توانېدلي دي.

د افغانستان د پوهنې وزارت تمه لري چې سږ کال به د یو میلیون په شااوخوا کې هغه ماشومان چې عمر یې ښوونځي ته برابر شوی په ښوونځیو کې نوي شامل شي.