د ایرلنډ د جمهوري غوښتونکي اردو پخوانی قومندان وفات شو

د ایرلنډ د جمهوري غوښتونکي اردو پخوانی قومندان مارټین مک ګونیس Martin McGuinness چې د سولې مبارز شوی او د شمالي ایرلنډ د دیرش کلن کړکېچ له هواري سره یې مرسته کړې، نن د ۶۶ کلنۍ په عمر وفات شو.

مک ګونیس د شمالي ایرلنډ چې د بریتانیا یوه برخه ده د لومړي اعلی وزیر مرستیال و او له لسیزې کار کولو وروسته یې د تېرې جنوري میاشت کې له سیاست سره مخه ښه کړې وه.

د شمالي ایرلنډ د ستر ملتپال ګوند مشر ګیري اډمس Gerry Adams د خپل ګوند په ویب پاڼه کې په یوه بیان کې نوموړی یو مدبر جمهوري غوښتونکی شخص یاد کړی چې په وینا یې د سولې او ملي پخلاینې او د خپل هېواد د یو موټي کېدو لپاره نه یې سټرې کیدونکې مبارزه کړې ده.

د هغه مړینه وروسته له هغې اعلانېږي چې د ناروغۍ خبر یې ورکړل شوی و خو نور جزئیات یې نه و، ورکړل شوي. بي بي سي ویلي چې هغه د زړه د یوې بې سارې ناروغۍ له کبله وفات شوی دی.