د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ریکس ټېلرسن به په مې میاشت کې اروپا ته د سفر په ترڅ کې د لومړي ځل لپاره له روسیې کتنه ترسره کړي. ټیلرسن به د ناتو په غونډه کې چې په اپریل کې جوړېږي ګډون ونه کړي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت دغه اعلان د دوشنبې د ورځې په وروستیو کې اعلان کړ خو په دې اړه یې چې نوموړی ولې د اپریل په پنځمه او شپږمه د ناټو په غونډه کې ګډون نه شي کولای جزئیات ورنه کړل.
په دغه غونډه کې د ټیلرسن ګډون به د هغه لپاره لومړنی فرصت و چې له خپلو متحدینو د ناټو د ټولو ۲۷ غړیو هېوادونو له چارواکو سره وګوري.
رویټرز خبري آژانس د امریکا د یوه پخواني چارواکي له قوله خبر ورکوي چې ویلي یې دي، ټیلرسن په بروکسل کې له بلې یوې ورته غونډې هم ځان باسي او پرځای یې د فلوریډا په Mar-a-Lago استراحت ځای کې په هغې غونډه کې ګډون کوي چې د اپریل په ۶ او ۷ د ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د چین د ولسمشر شي جین پینګ ترمنځ ترسره کېږي.
د بهرنیو چارو وزارت وویل، ښاغلی ټیلرسن په ایټالیا کې د اوو پرمختللو صنعتي هېوادونو په غونډه کې له ګډون وروسته مسکو ته ځي او د هغه د سیاسي چارو مرستیال ټام شانون Tom Shannonبه د ناټو په غونډه کې ګډون وکړي.
نوموړی په داسې حال کې مسکو کې ته ځي چې د امریکا د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې د روسیې د هک کولو د ادعاو او له روسي چارواکو سره د ټرمپ د کمپاین د یو شمېر چارواکو د غونډو په اړه د امریکایي چارواکو له خوا پلټنې پیل شوي دي.