سالنګ کې د یوې وسله والې نښتې په ترڅ کې ۴تنه وژل شوي

په جنوبي سالنګ کې د یوې وسله والې نښتې په ترڅ کې څلور تنه وژل شوي او څلور تنه نور ژوبل شوي دي.

د پروان د امنیې قومندان جنرال محمدزمان مموزي آزادي راډیو ته وویل چې دغه اته تنه حرفوي وسله وال غله وو چې په یوه موټر کې یې له شماله کابل ته سفر کاوه او دوې ته له مخکې خبر ورکړل شوی و.

د هغه په وینا نښته هغه وخت پیل شوه چې امنیتي ځواکونو د هغوی د نیولو لپاره اقدام وکړ.

د پروان امنیه قومندان د دغو کسانو د هویت په اړه زیات جزئیات ورنه کړل خو ویې ویل چې په دې اړه تحقیقات پیل شوي دي.